د کانونو او پټروليم سرپرست وزير وايي، تېر کال يې د کانونو له لارې ۱۷.۷ ميليارده افغانۍ عوايد د دولت خزانې ته سپارلي.
نوموړي هيله ښودلې، چې راتلونکی کال به دغه عوايد تر دې هم ډېر شي.
د ده په خبره په کانونو کې د پانګونې بهير ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی.
د ياد وزارت مسوولينو ويلي، افغانستان د ډبرو سکرو په برخه کې لوړ ظرفیت لري او اوسمهال پنځه شرکتونه د ډبرو سکرو په استخراج بوخت دي.
وايي، له دې سکټور مو ۱۴ ميليارده افغانۍ عوايد ترلاسه کړي.
د سرپرست حکومت په راتګ سره له ډېرو کانونو د استخراج بهیر پيل شوی، چې تر ډېره د بهرنيو هېوادونو پانګوالو پکې پانګونه کړې.
سه موده وړاندې د هېواد په شمال کې د نفتو اته نوې څاه ګانې افتتاح شوې او د چارواکو په خبره لس نورې څاه ګانې به هم ډېر ژر ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د يادونې ده چې نن د کنړ نفرايټو کانونه داوطلبۍ ته وړاندې شوي وو.
د کانونو او پټروليم وزارت د مالوماتو له مخې په يادو کانونو به يو ميليارد افغانۍ پانګونه وشي او شاوخوا ۲ زره ۵۰۰ تنو ته به پکې د کار کولو زمينه هم برابره شي.




