کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېر کال څه باندې دوه میلیونه پاسپورتونه وېشل شوي

د پاسپورټ لوی ریاست مسولیینو نن د یوه خبري کنفرانس پر مهال ویلي، تېر یوه کال کې د یاد ریاست له لورې څه باندې دوه میلیونه هېوادوالو ته پاسپورتونه وېشل شوي دي.   د پاسپورت د عمومي ریاست ریيس عبدالکریم حسیب ویلي، په مرکز او ولایتونو کې د پاسپورتونو د وېش ظرفیت په ورځني ډول ۱۲ زرو ته لوړ شوی چې دا د پاسپورټ ریاست په ت…

2024-07-16 00:58 105۲ دقیقې لوستل
تېر کال څه باندې دوه میلیونه پاسپورتونه وېشل شوي

د پاسپورټ لوی ریاست مسولیینو نن د یوه خبري کنفرانس پر مهال ویلي، تېر یوه کال کې د یاد ریاست له لورې څه باندې دوه میلیونه هېوادوالو ته پاسپورتونه وېشل شوي دي.

 

د پاسپورت د عمومي ریاست ریيس عبدالکریم حسیب ویلي، په مرکز او ولایتونو کې د پاسپورتونو د وېش ظرفیت په ورځني ډول ۱۲ زرو ته لوړ شوی چې دا د پاسپورټ ریاست په تاریخ کې تر ټولو لوړ رقم دی.

 

نوموړي دغه راز ویلي، د بهرنیو وګړو د ویزو تمدید په برخه کې هم اړینې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

 

 سرچینه وایي، اوسمهال هر ورځ په کابل کې په انلاین بڼه د پاسپورټ ۲۰ زره غوښتوونکو ته نوبتونه ورکول کیږي او دغه راز عاجلو ناروغانو، ملي سوداګرو، تحصیلي بورسونو ته بریالیو محصلینو، عمره‌کوونکو، په سرحدي پولو عبور کونکو موټروانانو، معلولینو، د هوایي چلند ادارې پیلوټانو، اقامه او ویزه لرونکو هېوادوالو ته پرته له ځنډه پاسپورتونه وېشل کېږي.

 

 هغه زیاته کړې، شاوخوا ۲۳ زره حاجیانو ته په ډېر کم وخت کې پاسپورتونه وېشل شوي دي.

 

د هغه په خبره، د پاسپورتونو د وېش په برخه کې د موجوده ظرفیت لوړولو لپاره د کابل په بېلابېلو سیمو کې درې نوې څانګې کار ته چمتو او سبا به په رسمي توګه پرانیستل شي.

 

 نوموړي دغه راز د پاسپورتونو وېش، له فساد سره مبارزه او د فساد کچه صفر ته راښکته کېدل په تېر کال کې د یاد ریاست د نورو لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب