د پاکستان د سند اطلاعاتو وزير جان اچکزي پر خپله اېکس پاڼه يو ځل بيا د افغان حکومت پر خلاف توندې څرګندونې کړي دي.
نوموړي خبرداری ورکړی دی، چې که دا ځل افغانان د پاکستان پر خاوره حمله وکړي نو دوی به هم بريد وکړي او واخان دهلېز به ونيسي.
ده همداراز ويلي دي، چې دوی به د واخان دهلېز په نيولو سره ځان له منځني آسيا سره ونښلوي.
اچکزي يادو بريدونو ته په اشارې افغانان نمک حرامه بللي او ويلي يې دي چې دوه لسيزې يې ورته په خپل هېواد کې ځای ورکړی وو او په خپل غېږ کې يې وساتل.
ده همداراز ويلي دي، افغانان په پاکستان کې راستر شول او په پاکستاني شناختي کارډونو يې هر ځای ته سفرونه کول.
د ده په خبره افغانان په دغه هېواد کې کاروبار لري او لا يې هم پنځه مليونه تنه مېلمانه دي.
ده تور پوری کړی دی، چې افغانان د ترهګرو په ملاتړ له پاکستان سره جفا کوي.
د يادونې ده، چې اچکزي له دې وړاندې هم ورته څرګندونې کړې وې او ويلي يې وو افغانان په د اټک د نيولو په خيال کې کابل هم له لاسه ورکړي.




