کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

جاپان له يونېسف سره افغان ماشومانو لپاره ۶.۹ ميليونه ډالره مرسته کړې

يونېسف نن سه‌شنبه پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، دغه ۶.۹ ميليونه ډالره مرسته د جاپان د نړيوالې همکاری ادارې په همکاري د ژوند ژغورنې په برخه کې د افغانستان د ماشومانو او ښځو د بېړنيو اړتياوو او حقونو ته د رسېدو په موخه کړې ده. سرچينې ليکلي، یونېسف به وکولای شي چې په‌ دغه ډالرو واکسينونه او د انجکشن وړ تجهيزات ت…

2024-05-14 01:27 79۲ دقیقې لوستل
جاپان له يونېسف سره افغان ماشومانو لپاره ۶.۹ ميليونه ډالره مرسته کړې

يونېسف نن سه‌شنبه پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، دغه ۶.۹ ميليونه ډالره مرسته د جاپان د نړيوالې همکاری ادارې په همکاري د ژوند ژغورنې په برخه کې د افغانستان د ماشومانو او ښځو د بېړنيو اړتياوو او حقونو ته د رسېدو په موخه کړې ده.

سرچينې ليکلي، یونېسف به وکولای شي چې په‌ دغه ډالرو واکسينونه او د انجکشن وړ تجهيزات ترلاسه کړي.

ياده مرسته به د پوليو، شري، نري رنځ، هيپاتت بي او تيتانوس څخه د خلاصون په موخه د ۴.۱ ميليونه ماشومانو او ښځو ته د واکسین زمینه برابره کړي او دغه راز به ۴.۷ ميليونه ماشومانو ته د پوليو واکسين هم برابر کړي.

سرچينه وايي، په افغانستان کې لا هم د وژونکيو ناروغيو د خپرېدو خطر شته او د نړۍ له هغو دوو هېوادونو يو دی چې تراوسه پکې د پوليو ناروغي په بشپړه توګه له منځه نده تللې.

سرچينې دغه راز ويلي، په ټول افغانستان کې يې د واکسین کولو منظمې هڅې روانې کړي او د جاپان دغه مرسته به وکولای شي چې لا ډېر په دغه برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

سرچينې همداراز زياته کړې، جاپان ژمن دی چې د افغان ښځو او ماشومانو سره د واکسین په برخه کې مرسته وکړي او کمپاينونه يې پراخ کړي.

په افغانستان کې د يونېسف استازي تاج الدين اواويلي ويلي، د جاپان حکومت له يونېسف سره د روغتيا سربېره د ښوونځيو په جوړولو، پاکو اوبو رسولو او همداراز د ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي په کمولو کې خدمات چمتو کړي دي‌.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب