کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

جوزجان کې د ۷.۵ ميليونه ډالرو په ارزښت د ګازو د دوو څاه‌ګانو د کيندنې قرارداد لاسلیک شوی

د کانونو او پټروليم وزارت وياند همايون افغان تېره ورځ ويلي، د دغه وزارت د رهبري، د ياد وزارت د ګڼ شمېر ادارو رييسانو او د استخراج کمپنيو د رئيسانو! په شتون کې د جوزجان په يتيم تاق سيمه کې د ګازو د دوو څاه‌ګانو د کيندنې تړون لاسليک شو. ياد قرارداد د سفير سونداچ په نوم له يوه ترکي شرکت سره لاسليک شوی د ۱۶۵۰ متره په…

2024-07-06 20:11 232۱ دقیقې لوستل
جوزجان کې د ۷.۵ ميليونه ډالرو په ارزښت د ګازو د دوو څاه‌ګانو د کيندنې قرارداد لاسلیک شوی

د کانونو او پټروليم وزارت وياند همايون افغان تېره ورځ ويلي، د دغه وزارت د رهبري، د ياد وزارت د ګڼ شمېر ادارو رييسانو او د استخراج کمپنيو د رئيسانو! په شتون کې د جوزجان په يتيم تاق سيمه کې د ګازو د دوو څاه‌ګانو د کيندنې تړون لاسليک شو.

ياد قرارداد د سفير سونداچ په نوم له يوه ترکي شرکت سره لاسليک شوی د ۱۶۵۰ متره په ژوروالي سره به دواړه څاه‌ګانې په يوه کال کې وکيندي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له يادو څاه‌ګانو له هره ورځ په اوسط ډول ۳۰۰ زره متره مکعب ګاز استخراج شي چې ورځنی عايد به يې ۶۰ زره امريکايي ډالر وي.

افغان زياته کړې، له دغه ګازو څخه به بریښنا د توليد، د هېواد د اقتصادي پراختیا په برخه کې کار واخيستل شي او دغه راز به افغانستان ډېر ژر په نږدې راتلونکي کې د ګازو په برخه کې يو صادروونکی هېواد وګڼل شي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب