د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو له سرپرست وزير سره د افغانستان د امنيتي مسائلو په تړاو خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې جلیل عباس جیلاني د یوه سولهییز او باثباته افغانستان لپاره د پاکستان ژمنه تازه کړې او په دې اړه یې د همغږۍ پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.
هغه په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره د افغانستان ترڅنګ د ګاونډیو هېوادونو پر رول هم ټینګار کړی دی.
که څه هم سرپرست حکومت ډاډ ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد نه کارول کېږي؛ خو په دې لیدنه کې قمي او جیلاني یو وار بیا د افغانستان له خاورې د پېښېدونکو ګواښونو په اړه اندېښنې شریکې کړې دي.
د یادونې ده، چې د افغانستان لپاره د ايران ځانګړی استازی د تېرې یکشنبې په ورځ د افغانستان په تړاو د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی دی.
جیلاني: د سیمهییز امنیت لپاره د ګاونډیو هېوادونو رول مهم دی
د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو له سرپرست وزير سره د افغانستان د امنيتي مسائلو په تړاو خبرې کړې دي.په دې لیدنه کې جلیل عباس جیلاني د یوه سوله‌ییز او باثباته افغانستان لپاره د پاکستان ژمنه تازه کړې او په دې اړه یې د همغږۍ پر زیاتوالي ټینګار کړی دی. …




