کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

حمدالله فطرت: پخوانیو نظامیانو ته عمومي بښنه شوې او هیڅوک نه ځورول کېږي

کابل (کوه نور ۲۶ سرطان ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د بریتانیا له خوا د افشا شویو پخوانیو افغان سرتېرو اسنادو ته اړتیا نشته او ټول اسناد له امنیتي ادارو له پخوا موجود وو. هغه وايي، د اسلامي امارت مشر ټولو پخوانیو پوځیانو ته عمومي بښنه کړې او هېڅوک به د خپلو تېرو کړنو له امله ونه نیول شي. د فطر…

2025-07-17 09:20 152۱ دقیقې لوستل
حمدالله فطرت: پخوانیو نظامیانو ته عمومي بښنه شوې او هیڅوک نه ځورول کېږي

کابل (کوه نور ۲۶ سرطان ۱۴۰۴):

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د بریتانیا له خوا د افشا شویو پخوانیو افغان سرتېرو اسنادو ته اړتیا نشته او ټول اسناد له امنیتي ادارو له پخوا موجود وو.

هغه وايي، د اسلامي امارت مشر ټولو پخوانیو پوځیانو ته عمومي بښنه کړې او هېڅوک به د خپلو تېرو کړنو له امله ونه نیول شي.

د فطرت په خبره، استخباراتي ادارې د افشا شوي نوملړ پر بنسټ د چا د نیولو یا محاکمه کولو پلان نه لري او دا ډول راپورونه له واقعیته لرې بلل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، نه له چا غچ اخلي او نه د چا د وېرولو هڅه کوي.

تر دې وړاندې برېتانیا ویلي وو، چې د دوی د یوې محکمې له لوري د افشا شویو اسنادو له امله د دوی یو شمېر پخواني افغان همکاران تر څار لاندې دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب