کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

حمید حسن: تمه شته چې له پاکستان څخه مېچ وګټو

  د کرکټ د ملي لوبډلې د توپ اچوونې روزونکي حمید حسن په خپله تازه مرکه کې هیله ښودلې چې له پاکستان څخه به راتلونکې لوبه وګټي. نوموړي ویلی، اوس مهال افغان لوبډله قوي شوې او اوس په مثبت فکر سره مخکې روانه ده. هغه زیاته کړې، افغان لوبډله په داسې سټیج کې ده چې په راتلونکو لوبو کې به درې څلور نورو ټیمونو ته ماتې ورکړي.…

2023-10-20 20:06 123۱ دقیقې لوستل
حمید حسن: تمه شته چې له پاکستان څخه مېچ وګټو

 

د کرکټ د ملي لوبډلې د توپ اچوونې روزونکي حمید حسن په خپله تازه مرکه کې هیله ښودلې چې له پاکستان څخه به راتلونکې لوبه وګټي.

نوموړي ویلی، اوس مهال افغان لوبډله قوي شوې او اوس په مثبت فکر سره مخکې روانه ده.

هغه زیاته کړې، افغان لوبډله په داسې سټیج کې ده چې په راتلونکو لوبو کې به درې څلور نورو ټیمونو ته ماتې ورکړي.

حمید حسن ویلي، دی او ټول کوچ سټاف د لوبغاړو مورال لوړونې لپاره تل زیار ګالی او یوازې یې فکر پر لوبو ورټول دی.

هغه د نیوزیلنډ پر وړاندې د لوبې بایللو علت د کیچونو میس کېدل یاد کړل او تمه یې وښوده چې په راتلونکې کې به داسې کړنه تکرار نه شي.

ټاکل شوې چې افغان لوبډله خپله راتلونکې لوبه د هند په چینای لوبغالي کې له پاکستان سره ترسره کړي.

د کرکټ یو شمېر نړیوال مبصرین وايي، د چینای لوبغالی د سوکه توپ اچونې لپاره جوړ دی او ښايي پاکستان ته به دا سیالۍ سخته وي.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډلې تر دې وړاندې څلور لوبې کړې، چې یوه یې ګټلې؛ خو پاکستان بیا په څلورو سیالیو کې دوه ګټلې دي.

لیکوال/اېډېټر: Shafiq Anzoor
Shafiq Anzoor
Shafiq Anzoor

د کوه نور خبري اژانس د پښتو برخې خبريال

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب