کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

حنفي: د تايوان مقابل کې د چین ملاتړ کوو او د یوه کمربند ـ يوه لار پروژه تاييدوو

د رياست الوزراء اداري مرستيال عبدالسلام حنفي ویلي، چې افغانستان د تايوان مقابل کې د چين ملاتړ کوي او د يوه کمربند ـ يوه لار پروژه تاييدوي. هغه د چين له نوي سفیر سره د کتنې پر مهال ویلي،  افغانستان هڅه کوي د مختلفو دهليزونو له لارې له دې پروژې سره وصل شي. يو کمربند ـ يوه لار د چين يوه ستره پروژه ده چې د پورونو په ب…

2023-09-21 14:37 116۲ دقیقې لوستل
حنفي: د تايوان مقابل کې د چین ملاتړ کوو او د یوه کمربند ـ يوه لار پروژه تاييدوو

د رياست الوزراء اداري مرستيال عبدالسلام حنفي ویلي، چې افغانستان د تايوان مقابل کې د چين ملاتړ کوي او د يوه کمربند ـ يوه لار پروژه تاييدوي.

هغه د چين له نوي سفیر سره د کتنې پر مهال ویلي،  افغانستان هڅه کوي د مختلفو دهليزونو له لارې له دې پروژې سره وصل شي.

يو کمربند ـ يوه لار د چين يوه ستره پروژه ده چې د پورونو په بدل کې د نړۍ اويا هېوادونو په تېره بيا په اسيا او افريقا کې لويې لارې، بندرونه، اورګاډي، پلونه او هوايي ډګرونه جوړوي.

امريکا دغه پلان په اسيايي او افريقايي هېوادونو کې د چين د نفوذ د يوې وسيلې په توګه ګڼي.

سلام حنفي همدا راز ويلي، چين د تاريخ په اوږدو کې له افغانستان سره ښې اړیکي پاللې دي او اسلامي امارت يې د دوام هيله لري.

نوموړي زياته کړې، اسلامي امارت پاليسي د متقابل احترام او د يو بل په چارو کې د نه مداخلې پر اساس له ټولو ګاونډيو په ځانګړي ډول چين سره د دوه اړخيزه اړيکو دوام دی.

حنفي ويلي، چې د افغانستان خاوره د هيچا امنیت پر ضد نه کارول کېږي او رامنځته شوو مناسبو شرایطو ته په اشارې يې چينايي او افغان سوداګرو ته د سوداګريزو فعاليتونو د لا زياتو اسانتیاوو په رامنځته کولو ټينګار کړی دی.

  ارګ وايي، د چين نوي سفر وویل، چې د اسلامي امارت تر حاکميت وروسته افغانستان په ټولو برخو کې ښه پر مخ روان دی. د چين سفير د سرتاسري امنيت ستاينه کړې او ويلي یې دي، چې د متقابل احترام او نه مداخلې پاليسۍ پر اساس له اسلامي امارت سره په مختلفو برخو کې مخته تګ کوو.
لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب