داع. ..(ش) ډلې ادعا کړې، چې د کابل په پلازمېنه شهرنو سېمه کې د پر چینایي رستورانت چاودنه د دوی کار وو.
دا څرګندونې د «اعماق» په نوم هغه رسنۍ کړې چې د داعش د فعالیتونو په اړه خبرونه خپروي.
د اعماق له خوا په خپره شوې اعلامیه کې د یوه وسلهوال کس انځور هم خپور شوی او ویل شوي چې یاد کس پر چینایي رستورانت برید ترسره کړی دی.
یاده چاودنه پرون د کابل د شهرنو په سیمه کې د «چاينيز نوډل» په نوم رستورانت کې رامنځته شوې وه، چې یو چینایي وګړی او لږ تر لږه شپږ افغانان وژل شوي دي.




