کابل کې د روسیې سفیر وایي، د روسیې او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري څو برابره ډېره شوې ده.
دیمیتري ژیرنوف د روسیې له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې د تېلو د تولید په برخه کې د مسکو او کابل ترمنځ همکاري له مخکې پیل شوې او دغه همکاري مخ په پراخېدو ده.
د راپورونو له مخې نوموړي دغه څرګندونې د افغان مسولینو د هغو وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وکړې چې ویلي یې دي؛ نیت لري د خوړو د خوندیتوب او د تېلو د تولید په برخه کې له روسیې سره همکارۍ ته پراختیا ورکړي.
په کابل کې د روسیې سفیر ویلي، دوه اړخیزه سوداګري اوس څو چنده زیاته شوې او هغه هم تر ډېره بریده په دې خاطر چې روسیې افغانستان ته د غنمو، اوړو او غوړیو او د موټرو د تېلو په ګډون د ځینو توکو صادرات زیات کړي دي.
د روسیې سفیر دغه راز ویلي، د افغانستان کام ایر خصوصي هوایي شرکت لېوالتیا ښودلې چې له کابل څخه مسکو ته مستقیمې الوتنې پیل کړي او زیاته یې کړه چې د اړتیا په صورت کې به روسیه ورسره مرسته وکړي.




