د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندق «يونېسف» وايي، چې د اسيا پراختيايي بانک له افغانستان سره ۴۰۰ ميلیونه ډالره نوره مرسته کړې ده.
یونېسف پر اېکس ټولنیزه پاڼه ليکلي، چې دغه مرسته د یونیسف، خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ترمنځ د یوه نوي تړون پر اساس د اسیا پراختیا بانک له لوري شوې ده.
دغه بنسټ ویلي، دا مرستې د خوړو د خوندیتوب او د میندو او ماشومانو د روغتیایي اړتیاوو په حل کې مرسته کولای شي.
یونیسف ویلي، چې د اسیا پراختیايي بانک او د نړیوال بانک د جنوبي اسیا څانګې او نورو بنسټونو په مرسته کولای شي، د دې ډاډ ورکړي چې ښځې، ماشومان او زیانمنې کورنۍ روغتیایي خدماتو ته لاسرسی لري.
افغانستان کې خوړو نړۍوال پروګرام هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، د آسیا پراختیایي بانک لخوا له دوی سره مرسته شوې پیسې به د روان کال تر پایه له ۱.۳ میلیونه هغو افغانانو سره د خوراکو توکو په مرستو ولګول شي چې د خوړو له جدي نه خوندیتوب سره مخ دي.
دوی وایي، د مرسته شویو پیسو لګولو کې به یې ډېر تمرکز پر کونډو، سرپرستو ښځو، معلولینو او سوالګرو سره پر مرستو وي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، د یادو پیسو یوه برخه به، د کرنې او سوداګرۍ برخو کې د هغو ښځو په روزنه ولګول شي چې د ناسالمو خوړو له ګواښ سره مخ دي.
وړاندې تر دې د خوړو نړۍوالو پروګرام د خپلو مرستو د کمېدو او له افغانستانه د وتلو ګواښ کړی وو.




