په ترکمنستان کې د افغانستان سفير فضل محمد صابر د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مسوولينو سره په ليدنه کې ويلي، ترکمنستان له افغانستان سره ښې سوداګريزې اړيکې لري او غواړي ګډه سوداګريزه خونه هم جوړه کړي.
د ياد رياست په خبر پاڼه کې راغلي، چې د سوداګرۍ د پراخيتا او ترانسپورټي وسایلو د اسانتياوو په خاطر د اوسپنې پټلۍ، د اورګاډو او ګازو نل لیکې کارونه پیل شوي چې په راتلونکي کال کې به يې پرانسته وشي.
په دغه ليدنه کې د کندهار ولايت د سوډاګرۍ او پانګونې خونې رييس د سوداګرو لپاره د ويزو په برخه کې د اسانتياوو غوښتنه کړې.
سه موده وړاندې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ رییس د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له مرستيال په ليدنه کې ويلي وو، چې زمونږ ريلي همکارۍ به د اقينې تر بندره محدوده نه وي.
افغانستان غواړي د ترکمنستان په همکارۍ د جنوبي او منځنۍ آسیا له لارې د توکو په انتقال کې مهمه برخه ولري.
ترکمنستان يو له هغو هېوادونو دی چې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې يې ګڼ افغان محصلین روزلي او د نورو محصلینو د روزلو لپاره يې هم د چمتوالي ډاډ څرګند کړی.




