کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ ۱۳ سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس احمدالله متقي وایي، د افغانستان او ترکمنستان د چارواکو ترمنځ د ۲۰۰ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۳ سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي دي. دغه تړونونه پرون د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي او د ترکمنستان د سوداګرو او صنعت کارانو اتحادیې د رئیس نوکر قلي اتاقلي اف له لوري لاسلیک…

2024-05-07 01:05 122۱ دقیقې لوستل
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ ۱۳ سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس احمدالله متقي وایي، د افغانستان او ترکمنستان د چارواکو ترمنځ د ۲۰۰ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۳ سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي دي.

دغه تړونونه پرون د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي او د ترکمنستان د سوداګرو او صنعت کارانو اتحادیې د رئیس نوکر قلي اتاقلي اف له لوري لاسلیک شوي.

د ترکمنستان د سوداګرو او صنعت کارانو اتحادیې رئیس نوکر قلي اتاقلي اف د دغو تړونونو په اړه خوشبیني څرګنده کړې او ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به د هرات صنعتي ښارګوټي څخه ترکمنستان ته د افغانستان د تولیداتو د انتقال لپاره قراردادونه وکړي.

د يادونې ده چې د دغو تړونونو له مخې به مرمر ډبرې، سيخ ګول او د افغانستان تولید شوی رنګ ترکمنستان ته صادر شي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب