د افغانستان بانک وايي، د هېواد په بازارونو کې د نويو چاپ شویو زرګون او پنځهسوه ګون بانګنوټونو د ویشل لړۍ عملاً پیل کړې ده.
د افغانستانبانک د مالوماتو له مخې، پردې سربېره د زړو بانکنوټونو د نورو ډولونو راټولول او بازارونو ته د نویو بانکنوټونو د عرضې بهیر لاهم د پخوا په څیر روان دی.
دغه راز خلکو ته لارښوونه شوې چې په مرکز او ولایتونو کې دې د افغانستان بانک یا سوداګریزو بانکونو استازولیو ته مراجعه وکړي او تر لس زره افغانیو پورې نوي بانکنوټونه د زړو هغو په بدل کې ترلاسه کړي.
دا اندازه د لسګون او شلګون بانکنوټونو لپاره لس زره او د پنځوسي او سلګون لپاره ۴۰ زره افغانۍ ښودل شوې ده.
د افغانستان بانک داسې مهال نوپ بانکنوټونه ويشي، چې په هېواد کې د بانکنوټونو له زوړوالي د خلکو شکایتونه زیات شوي دي.




