کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د افغانستان بانک سبا سه شنبه پنځلس ميليونه ډالر ليلاموي

د افغانستان بانک پر خپله اېکس پاڼه خبر ورکړی چې دغه بانک غواړي د روانې چنګاښ مياشتې په پنځمه نېټه د (سه شنبې) په ورځ پنځلس ميليونه ډالر د ليلام په ډول وپلوري. ياد بانک له سوداګريز بانکونو او د صرافي او پولو خدماتو له شرکتونو چې په شرايطو برابر وي، غوښتنه کړې ترڅو په دغه داوطلبي کې ګډون وکړي. د سرچينې په خبره، په دغه دا…

2024-06-23 22:54 184۱ دقیقې لوستل
د افغانستان بانک سبا سه شنبه پنځلس ميليونه ډالر ليلاموي

د افغانستان بانک پر خپله اېکس پاڼه خبر ورکړی چې دغه بانک غواړي د روانې چنګاښ مياشتې په پنځمه نېټه د (سه شنبې) په ورځ پنځلس ميليونه ډالر د ليلام په ډول وپلوري.

ياد بانک له سوداګريز بانکونو او د صرافي او پولو خدماتو له شرکتونو چې په شرايطو برابر وي، غوښتنه کړې ترڅو په دغه داوطلبي کې ګډون وکړي.

د سرچينې په خبره، په دغه داوطلبي کې ګډونوال بايد خپل حسابونه د د داوطلبي د ورځي تر پايه پاک کړي.

سرچيني ويلي، داوطلبي کې قسمي تسويې ته اجازه نه ورکول کيږي او د داوطلبي ګټونکي بايد د خپل ذمت د قيمت پیسې په يو ځل او نقدي ډول د افغانستان بانک ته وسپاري.

د افغانستان بانک له اوږدې مودې ځنډ وروسته يو ځل بيا ډالر ليلاموي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب