د افغانستان بانک پر خپله اېکسپاڼه ليکلي چې سبا يکشنبه به د داوطلبۍ له لارې ۱۷ ميليونه امریکایي ډالر ليلام کړي.
سرچینې له سوداګريزو بانکونو او د پولي خدماتو له شرکتونو غوښتي چې له شرایطو سره سم په داوطلبي کې ګډون وکړي.
وړاندې لیکل شوي، داوطلب کسان بايد په داوطلبي کې له ګډون کولو وروسته خپل حسابونه تصفيه کړي.
افغانستان بانک څه موده وړاندې ويلي وو، د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانيو ارزښت ښه شوی دی.
د معلوماتو له مخې، تېر لمريز کال د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانيو ارزښت شپاړلس سلنه لوړ شوی و.
د سرپرست حکومت له راتګ څخه وروسته د افغانستان بانک په مسلسل ډول ميليونونه ډالر د افغانيو د ارزښت ساتلو په موخه پلوري.




