کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، سبا دوشنبه د افغانیو ارزښت ساتلو په موخه د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په ډول پلوري. یاد بانک له سوداګریزو بانکونو، صرافیو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې په شرایطو برابر وي غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي. د سرچینې په وینا، د داوطلبۍ ګټونکي ا…

2024-07-06 23:14 225۱ دقیقې لوستل
د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، سبا دوشنبه د افغانیو ارزښت ساتلو په موخه د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په ډول پلوري.

یاد بانک له سوداګریزو بانکونو، صرافیو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې په شرایطو برابر وي غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي. 
د سرچینې په وینا، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

د بانک د مسولینو په خبره، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي او د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د افغانستان بانګ د افغانیو د ارزښت ساتلو په موخه میلیونونه ډالر لیلام کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب