کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د افغانستان بانک شنبې ورځ ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به راتلونکې شنبه ۱۶ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي. دغه بانک له ټولو خصوصي بانکونو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو او صرافیو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي. د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خ…

2024-04-18 01:23 602۱ دقیقې لوستل
د افغانستان بانک شنبې ورځ ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به راتلونکې شنبه ۱۶ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

دغه بانک له ټولو خصوصي بانکونو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو او صرافیو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

د افغانستان بانک له دې وړاندې هم د افغانیو ارزښت ساتنې او ثبات لپاره میلیونونه ډالر د داوطلبۍ له لارې د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

Abdulsalam pashayie2024-04-18
دمعلوماتو خبریدل

نظرون اتفسیری ورکول

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب