د افغانستان بانک ویلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به نن شنبه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.
دغه بانک له ټولو خصوصي بانکونو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو او صرافیو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.
د سرپرست حکومت له راتګ څخه وروسته د افغانستان بانک په مسلسل ډول ميليونونه ډالر د افغانيو د ارزښت ساتلو په موخه پلوري.




