کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د افغانستان بانک: ټول هېواد کې په افغانيو راکړه ـ ورکړه کيږي، د نورو اسعارو مخه مو نیولې

د افغانستان بانک پر خپله اېکس‌پاڼه د تېر ۱۴۰۲ لمريز کال فعاليتونه اعلان کړي. ياد بانک ويلي، په تېر کال کې د افغانيو د ارزښت او د انفلاسیون کنټرول کړي دی. د سرچينې په خبره په همدې موده کې يې د خلکو پر امانتونو محدوديتونه کم کړي او همداراز يې نوې بانکي نمايندګيانې هم خلاصې کړي دي. د ياد بانک په خبره د صرافي خپل کاره…

2024-04-02 00:41 629۱ دقیقې لوستل
د افغانستان بانک: ټول هېواد کې په افغانيو راکړه ـ ورکړه کيږي، د نورو اسعارو مخه مو نیولې

د افغانستان بانک پر خپله اېکس‌پاڼه د تېر ۱۴۰۲ لمريز کال فعاليتونه اعلان کړي.

ياد بانک ويلي، په تېر کال کې د افغانيو د ارزښت او د انفلاسیون کنټرول کړي دی.

د سرچينې په خبره په همدې موده کې يې د خلکو پر امانتونو محدوديتونه کم کړي او همداراز يې نوې بانکي نمايندګيانې هم خلاصې کړي دي.

د ياد بانک په خبره د صرافي خپل کاره ماشينونه ATM يې هم فعال کړي دي.

سرچينه زياتوي د افغانستان د اقتصادي اړتيا سره سم يې نوي بانک نوټونه هم چاپ کړي دي.

د دغه بانک د معلوماتو له مخې، په ياده موده کې يې ۵.۲ مليارده افغانۍ مندرس بانک نوټونه سوځولي او پر ځای يې نوي بانک نوټونه بازار ته عرضه کړي دي.

ياد بانک ويلي، د راکړې ورکړې لپاره يې بین البانکي سیستم بیا رغولی او همداراز يې د کارکوونکو د استخدام پروسه هم برېښنایي کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان بانک د افغانيو د ارزښت ساتلو په موخه په‌ دې وروستيو کې ميليونونه ډالر ليلام کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب