د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې د ايرلينډ پر وړاندې د يوې ټسټ لوبې لپاره شپاړلس کسيز نوملړ په ډاګه کړ.
دغه لوبه راتلونکې چهارشنبه د (فبروري مياشتې په ۲۸ مه نېټه) د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار کې د افغانستان په کوربه توب ترسره کيږي ترسره کيږي.
په نوملړ کې لوبډلمشر حشمت الله، رحمان الله ګربز، اکرام علي خېل، ابراهيم ځدران، نورعلي ځدران، رحمت شاه، عبدالمالک، ناصر جمال، بهير شاه، کريم جنت، ظاهر پکتين، ضيا اکبر، خليل ګربز، نجات مسعود، نويد ځدران او ابراهيم عبدالرحيمزی شامل دي.
افغان لوبډله به له ايرلينډ سره درې شل اووره او درې يو ورځنۍ لوبې هم ولري.
د يادونې وړ ده، چې افغان لوبډلې په همدې فبروري مياشت کې له سریلانکا سره يوه ټسټ، درې پنځوس اوريزه او درې شل اوريزه لوبې وکړې.
افغان لوبډلې د يادو لوبو څخه يواځې يوه شل اوریزه لوبه وګټله او پاتې هغه یې کوربه سريلانکا وګټلې.




