د افغانستان کرکټ بورډ په يوې اعلاميه کې ويلي، د ملي لوبډلې پر درې لوبغاړو (فضل الحق فاروقي، مجيب الرحمن او نوين الحق) وضع شوي بندیزونه تعديل کړل، چې له مخې به يې يادو لوبغاړو ته مرکزي قرارداد بېرته ورکړل شي.
په اعلامیه کې راغلي، ياد لوبغاړي به وکولای شي چې ملي ګټو ته په پام په سوداګریزو ليګونو کې هم ولوبیږي.
وايي، له دغو لوبغاړو يوه اندازه معاش له دې امله ګرځوو چې مرکزي قرارداد يې نه وو لاسليک کړی او همداراز مرکزي قرارداد هم د دوی وړتيا ته په کتو ورکوو.
د افغانستان کرکټ بورډ رییس ميرويس اشرف وايي، خپله پرېکړه يې له دې امله بېرته واخيسته چې دغه لوبغاړو د هېواد لپاره ګڼې لاسته راوړنې درلودې.
دغه لوبغاړو سه موده وړاندې له قيد او شرط پرته کرکټ بورډ ته رجوع کړې وه او له امله يې کرکټ بورډ هم خپله پرېکړه واخيسته.
د يادونې وړ ده چې د ملي لوبډلې په دغو دريو لوبغاړو له دې امله بنديز لګېدلی وو، چې ملي دندې ته يې په سوداګریزو ليګونو غوره توب ورکړی وو.




