کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د افغانیو ارزښت ساتنې لپاره؛ افغانستان بانک ۱۷ میلیونه ډالر لیلاموي

ټاکل شوې چې افغانستان بانک د افغانیو ارزښت ساتنې لپاره سبا ۱۷ میلیونه امریکایي ډالر د لیلام په ډول و پلوري.  یاد بانک له سوداګریزو بانکونو ، صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه، چې په شرایطو برابر وي؛ غوښتي چې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.    افغانستان بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د داوطلبۍ ګټوون…

2024-03-25 04:13 202۱ دقیقې لوستل
د افغانیو ارزښت ساتنې لپاره؛ افغانستان بانک ۱۷ میلیونه ډالر لیلاموي

ټاکل شوې چې افغانستان بانک د افغانیو ارزښت ساتنې لپاره سبا ۱۷ میلیونه امریکایي ډالر د لیلام په ډول و پلوري. 

یاد بانک له سوداګریزو بانکونو ، صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه، چې په شرایطو برابر وي؛ غوښتي چې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

 

 افغانستان بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د داوطلبۍ ګټوونکي اړ دي، څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

د یاد بانک مسؤلینو په وینا، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلي موده کې ادا کړي.

 

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د افغانیو ارزښت ساتنې لپاره ورته اقدامات شوي.

د افغانستان بانک مسؤلین وایي، د افغانیو پولي ثبات ساتلو لپاره هر راز هڅې کوي او تر دا مهاله په دې برخه کې بریالي دي

خبرياله: خاطره اکبري

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب