د صنعت او سوداګري وزارت وايي، د دغه وزارت د سرپرست نورالدین عزيزي په مشري د سرپرست حکومت پلاوي د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال ژومانګارين په مشري له پلاوي سره دوه اړخيزه غونډه ترسره شوې ده.
دغه غونډه کې افغانستان کې د ماشينري د صنعت سربېره د موټر جوړولو د فابريکې، د صنعت په بېلابېلو برخو کې د پانګونې، قزاقستان کې د افغان ناروغانو د درملنې، ياد هېواد کې مېشت افغانانو ته د زدکړو د زمينې د برابرولو، ګمرکونو کې افغان سوداګريزو توکو ته د لومړيتوب ورکولو، د ترانزیټ په برخه کې د دواړو لوريو ترمنځ د اسانتيا برابرولو، او نورو برخو کې د پرمختګ او غونډو په جوړېدو خبرې شوې دي.
د يادونې ده چې تېره ورځ په کابل کې د رييس الوزرا د اقتصادي مرستيال او د دواړو هېوادونو د استازیو په ګډون د افغان - قزاق نندارتون پرانسته وشوه.




