د افغانستان کرکټ بورډ تېره ورځ د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان وکړ چې د روانې میلادي میاشتې په دولسمه نېټه به کابل کې د شپږیزې لیګ نهم پړاو سیالۍ پیل کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشر احمدشاه سلیمانخېل، د غوراوي کمېټې غړي میر مبارز، د ظرفیت لوړونې څانګې مشر عبدالولي امین او د کورني کرکټ مشر محمد نظیم جار عبدالرحیمزي تېره ورځ له غرمې وروسته د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د شپږیزې نهم پړاو سیالیو لپاره د ګډون کوونکو پنځو لوبډلو نوملړونه اعلان کړل.
شپږیزې لیګ لپاره ټاکل شوې پنځه لوبډلې چې د (بوست ساتونکي، امو نهنګان، بند امیر ښاماران، سپینغر زمریان، مسعینک اتلان) دي، هره لوبډله کې د افغانستان د کرکټ داسې نومونه شامل دي چې د نړۍ لیګونه یې هم ښکلي کړي دي، لکه: راشد خان، رحمن الله ګربز، محمد نبي، مجییب او…
خو د کورني کرکټ یو شمېر نور لوبغاړي لکه: وفادار مومند، احسان الله جنت، شهزاد محمدي، بهار علي شینواري، افتاب عالم، عبدالله عادل، جلاد موسیزي او شوکت زمان ترڅنګ نور لوبغاړي دي چې په ياد لیګ کې له لوبېدو څخه پاتې شوي چې له امله یې پر کرکټ بورډ د ټولنیزو رسنیو د فعالانو له لخوا تندې نیوکې شوي دي.
د سږ کال شپږیزې لیګ نوم سپانسر له ایکسبل انرژۍ، د وړاندې کوونکي سپانسر نوم د اتصالات مخابراتي شبکې او د خپرولو قانوني حقوق ملي تلویزیون سره دي چې د ملي سپورت چینل له لارې به په ښه کیفیت سره خپرېږي.
د چنار په نوم د یاد لیګ د خپرولو رسنیز تولیدي شرکت وايي، یاد لیګ به د پخوا په پرتله پر ډیرو کیمرو منعکس کېږي؛ څو له هرې خوا څخه د لوبې جذبې عکس د کرکټ مینوالو ته وښودل شي.
دغه لیګ به د روانې اګست میاشتې په ۱۲ مه نیټه پیلېږي، ۱۳ ورځې به دوام مومي، د ورځې به دوه لوبې ترسره کېږي او د همدې میاشتې په ۲۵ مه نېټه به یې پایلوبه ترسره شي.
یادې ټولې لوبې د کابل په نړۍوال میدان کیږي.
ناصر حلیمي




