د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د دغې ادارې تخنيکي مرستيال عبدالباري صديقي د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ له مرستيال رحمتوف سره ليدلي.
دغه ناسته نن په کابل کې له ازبکستان څخه راغلي هيئت سره شوې.
خبر پاڼه زياتوي، چې رحمتوف ويلي له افغانستان سره ځانګړې مينه لري او په دې هڅه کې دی، چې خپل حکومت دې ته قانع کړي ترڅو افغانستان سره د تعرفو په بیه کې کموالی راولي.
دوی د افغان ټرانس پروژې په اړه هم خبرې کړي.
په ورته وخت کې د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر ويلي، چې هڅه کوي ترڅو په ټول افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ جال خور کړي.
خبرپاڼه کاږي، د ازبکستان د ولسمشر مرستیال جمشېد خوجه ييوف په مشرۍ ازبکستانی پلاوی کابل ته راغلی، چې دلته به په مختلفو موضوعاتو له چارواکو سره خبرې وکړي.
هېره دې نه وي، چې څه موده وړاندې ازبکستاني رسنيو ويلي وو، چې ددوی يو پلاوی به له افغان چارواکو سره د قوشتېپې کانال په اړه هم خبرې وکړي.
د اقتصادي مرستيال: هڅه کوو په ټول افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ جال خپور کړو.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د دغې ادارې تخنيکي مرستيال عبدالباري صديقي د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ له مرستيال رحمتوف سره ليدلي.دغه ناسته نن په کابل کې له ازبکستان څخه راغلي هيئت سره شوې.خبر پاڼه زياتوي، چې رحمتوف ويلي له افغانستان سره ځانګړې مينه لري او په دې هڅه کې دی، چې خپل حکومت دې ته ق…




