د امريکا د استناف محکمې يوه فدرالي قاضي ټرمپ ته اجازه ورکړې چې دغه هیواد کې د افغان کډوالو لنډ مهاله خونديتوب ختم کړي.
محکمې زياته کړې، داسې شواهد نلري چې د کډوالو د اېستلو په برخه کې د ټرمپ پرېکړه وځنډوي.
ټرمپ د روان کال اپرېل کې پرېکړه کړې وه چې دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال چې د لنډمهاله خونديتوب وخت يې پوره شوی، له امريکا څخه باسي.
که دغه پرېکړه عملي شي، نو ۱۴ زره او ۶۰۰ افغان کډوال به له امريکا څخه و اېستل شي.
له دې وړاندې بيا د افغانانو د تخليې پروګرام مشر دغه پرېکړه سياسي بللې وه او اندېښنه یې څرګنده کړې وه.
ياده دې وي چې د لنډ مهاله خونديتوب پروګرام د بايډن د حکومت پر مهال پيل شو او هغه افغانان چې د شړلو له ګواښ سره مخ وو، د همدې پروګرام له لارې ورسره مرسته کېده.




