کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د امو نفتي حوزه کې ۲۲ نوې څاه ګانې کيندل کيږي

د چين د افچين شرکت مشر د کانونو او پټروليم وزارت له سرپرست سره په ليدنه کې ويلي، دغه شرکت په پام کې لري چې په امو نفتي حوزه کې د شپږ زره ټنه ظرفیت په لرلو سره د تېلو زېرمي، د نفتو د تصفيې کارخونه، د ۱۳۰۰ کيلو متره سيمې سروې د دوو غیر فعاله څاه ګانو بيا رغونه او د ۲۲ نويو څاه ګانو د کیندنې پروژې پيل کړي. د دغه شرکت ريس…

2024-01-29 20:50 74۱ دقیقې لوستل
د امو نفتي حوزه کې ۲۲ نوې څاه ګانې کيندل کيږي

د چين د افچين شرکت مشر د کانونو او پټروليم وزارت له سرپرست سره په ليدنه کې ويلي، دغه شرکت په پام کې لري چې په امو نفتي حوزه کې د شپږ زره ټنه ظرفیت په لرلو سره د تېلو زېرمي، د نفتو د تصفيې کارخونه، د ۱۳۰۰ کيلو متره سيمې سروې د دوو غیر فعاله څاه ګانو بيا رغونه او د ۲۲ نويو څاه ګانو د کیندنې پروژې پيل کړي.

د دغه شرکت ريس همداراز ويلي، د دغه نويو څاه ګانو کیندنې سره به د نفتو د استخراج کچه په ورځني ډول ۲۰۰۰ ټنو ته لوړه شي.

په دغه ليدنه کې د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د کارونو په روڼتيا ټينګار کړی او ويلي يې دي، د متخصصينو او انجينرانو په ګمارنه کې دې افغانانو ته لومړیتوب ورکړل شي.

د چين هېواد دغه پانګوال دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې تر دې وړاندې هم د کانونو او پټروليم وزارت له سرپرست وزير سره ګڼو بهرنيو پانګوالو ليدنه کړې وه او په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې وه.

بلخوا بیا د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي د روان لمريز کال له پیل راهیسي يې ۶۵ بهرنيو پانګوالو ته د کار جواز ورکړی.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب