د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې خبرداری ورکړی چې د روان کال تر پایه به ۲.۵ میلیونه بې اسناده کډوال له ایران وباسي.
یاد وزارت ویلي د غیرقانوني اتباعو ستنیدل له هېڅ هېواد سره تړون ته اړتیا نه لري او په نظام کې د شوې پریکړې پر بنسټ باید غیر قانوني اتباع له ایران څخه ووځي.
په همدې حال کې په وروستېو میاشتو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی دی.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ایران کې نږدې ۴،۵ میلیونه افغان کډوال د کډوالۍ قانوني اسناد او د اوږدې مودې د اوسېدو ویزې لري.




