کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ا.ا ویاند: چاته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د نورو پر وړاندې وکاروي

د ا.ا ویاند د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، پاکستان دې خپلې کورنۍ ستونزې په‌خپله حل کړي. نوموړی زیاته کړې: «افغانستان خپله ۴۰ کاله د جګړې قرباني و او خپله ستونزې لري خو دا چې پاکستان افغانستان د خپلو ستونزو سرچینه بولي غلطه خبره او له خپل مسوولیت څخه تېښته او د خپلو ناکا…

2024-07-03 21:01 133۱ دقیقې لوستل
د ا.ا ویاند: چاته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د نورو پر وړاندې وکاروي

د ا.ا ویاند د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، پاکستان دې خپلې کورنۍ ستونزې په‌خپله حل کړي.

نوموړی زیاته کړې: «افغانستان خپله ۴۰ کاله د جګړې قرباني و او خپله ستونزې لري خو دا چې پاکستان افغانستان د خپلو ستونزو سرچینه بولي غلطه خبره او له خپل مسوولیت څخه تېښته او د خپلو ناکامیو توجیه کول دي.»

 د هغه په وینا، سرپرست حکومت چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا پر وړاندې وکاروي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د بي‌بي‌سي له اردو څانګې سره خبرو کې ویلي وو چې هېواد به یې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د نویو پوځي عملیاتو د یوې برخې په توګه پر افغانستان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب