د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير د افغانستان د وروستۍ بريا له امله لوبډلمشر راشد خان سره تيليفوني خبرې کړي او نوموړي ته يې مبارکي ويلې.
سرپرست وزير ويلي، د حکومت پالیسي يې دا ده چې ورزش له سیاست څخه جلا وساتي.
ده همداراز ويلي، د افغان اتلانو هڅې د دې لامل شوي چې ځوانان له ناوړه کارونو را وګرځوي.
راشد خان په دغه خبرو کې ډاډ ورکړی چې لوبډله پوره چمتو ده ترڅو په راتلونکې لوبه کې هم بريا خپله کړي.
د بهرنيو چارو سرپرست وزير سربېره پخواني ولسمشر حامد کرزي، د سولې عالي شورا پخواني مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او نورو ګڼو سیاسونو د دغې بريا مبارکي ويلې.
افغان لوبډلې نن وکولای شول په سوپر ۸ پړاو کې خپله وروستۍ لوبه له بنګلاديش وګټي او نيمه پای لوبې ته لار ومومي.
دا لومړی ځل دی چې افغان لوبډله په شل اوريز نړۍوال جام کې تر نيمه پای لوبې ځي.




