د کډوالو او بېرته راستندېدونکو چارو وزارت وايي چې ترکیې په تېرو شلو ورځو کې درې زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راګرځولي دي.
په دې کډوالو کې اوه کورنۍ او اوه ماشومان هم شامل دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، راګرځول شوي کډوال د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري ته د مرستو لپاره ور پېژندل شوي چې له هر یوه سره ۱۲ زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
دا کډوال په داسې حال کې راګرځول کېږي چې اوس مهال هره ورځ له پاکستان څخه تر دوه زرو ډېرې افغانې کورنۍ بېرته خپل هېواد ته را شړل کېږي.
که څه هم ملګرو ملتونو، امریکا، ناروې او یو شمېر نورو هېوادونو څو ځله د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې افغان کډوالو ته پناه ورکړي؛ خو له ټینګار سره سره ایران او پاکستان په جبري ډول د افغان کډوالو اېستل پیل کړي دي.
اوس مهال له پاکستان څخه له ۳۵۰ زرو ډېرې افغانې کورنۍ خپل وطن ته را ستنې شوې دي.
د ترکیې حکومت درې زره افغان کډوال بېرته را ګرځولي
د کډ‌والو او بېرته راستندېدونکو چارو وزارت وايي چې ترکیې په تېرو شلو ورځو کې درې زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راګرځولي دي.په دې کډوالو کې اوه کورنۍ او اوه ماشومان هم شامل دي.له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، راګرځول شوي کډوال د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري ته د مرستو لپاره ور پېژندل شوي چې…




