کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د تکواندو ملي لوبډله په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه قزاقستان ته لاړه

کابل (کوه نور، ۲۰ اسد ۱۴۰۴): د افغانستان د تکواندو فدراسیون خبر ورکړی چې ملي لوبډله د تکواندو په نړۍوالو ازادو سیالیو کې د ګډون کولو په موخه قزاقستان ته لاړه. یاد فدراسیون پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، افغان لوبډله د ۱۳ لوبغاړو او دوه روزونکو په لرلو سره قزاقستان کې د تکواندو په ازادو نړۍوالو سیالیو کې د برخې اخیستلو لپاره…

2025-08-12 00:34 207۱ دقیقې لوستل
د تکواندو ملي لوبډله په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه قزاقستان ته لاړه

کابل (کوه نور، ۲۰ اسد ۱۴۰۴): د افغانستان د تکواندو فدراسیون خبر ورکړی چې ملي لوبډله د تکواندو په نړۍوالو ازادو سیالیو کې د ګډون کولو په موخه قزاقستان ته لاړه.

یاد فدراسیون پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، افغان لوبډله د ۱۳ لوبغاړو او دوه روزونکو په لرلو سره قزاقستان کې د تکواندو په ازادو نړۍوالو سیالیو کې د برخې اخیستلو لپاره دغه هېواد ته تللې ده.

دغه فدراسیون لیکلي، افغان لوبغاړي به په قزاستان کې په دوه ډلو " ځوانانو او لویانو" کې ولوبېږي.

د سرچینې پر وینا، د ځوانو لوبغاړو په ډله کې، فردوس بهاوي، تمیم الرحمان رحماني، محمد متین امیني، حکیم الدین عاکد، باسط صوفي زاده او سودیس سکندر لوبېږي.

سرچينې همدارنګه ویلي، د لویانو لوبغاړو په ډله کې بیا، احسام رحیمي، ازاد بایک نوروځي، محسن رضایې، همت الله زېن، بېژان صدرزاده، امید سهاک، محمد اشرف شکران او علي اکبر امیري لوبه ترسره کوي.

د یادونې وړ ده چې د دې لوبو په بهیر کې به د لویانو لوبډلې سیالۍ د روانې اګست میاشتې په ۱۴مه نېټه او د ځوانانو لوبډلې سیالۍ د همدې میاشتې په ۱۵مه نېټه پیل شي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب