کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د خواف هرات د څلورمې قطعې د لومړۍ برخې کارونه ۸۰ سلنه بشپړ شوي

د ټولګټو وزارت پر اېکس پاڼه خبر ورکړی چې د خواف-هرات د څلورمې قطعې د لومړۍ برخې کارونه ۸۰ سلنه پای ته رسېدلي دي. ددغه اوسپنیزې کرښې د څلورمې قطعې لومړۍ برخه ټول ۴۳ کیلو متره اوږدوالی لري چې د هرات ولایت په غوریان او زنده جان ولسوالیو کې تېرېږي. په خبرپاڼه کې راغلي ددې پروژې د رغنیزو چارو قرارداد په ۲۰۱۹ م کال کې د سرپر…

2025-01-11 05:09 83۲ دقیقې لوستل
د خواف هرات د څلورمې قطعې د لومړۍ برخې کارونه ۸۰ سلنه بشپړ شوي

د ټولګټو وزارت پر اېکس پاڼه خبر ورکړی چې د خواف-هرات د څلورمې قطعې د لومړۍ برخې کارونه ۸۰ سلنه پای ته رسېدلي دي.

ددغه اوسپنیزې کرښې د څلورمې قطعې لومړۍ برخه ټول ۴۳ کیلو متره اوږدوالی لري چې د هرات ولایت په غوریان او زنده جان ولسوالیو کې تېرېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي ددې پروژې د رغنیزو چارو قرارداد په ۲۰۱۹ م کال کې د سرپرست حکومت له لوري د قزاکستان هېواد د انتیګرا او سندریلا شرکتونو ترمنځ د نږدې ۷۵ زره امریکایې ډالرو په ارزښت لاسلیک شوی و.

دغه پروژه یوه ریل پټلۍ ده چې د ایران خواف ښار د افغانستان په لویدیځ کې له هرات سره وصلوي او منځنۍ اسیا او اروپایې هېوادونو ته د تجارتي مالونو د وړلو او راوړلو له پاره یو مهمه لاره ده.

په خبرپاڼه کې راځي دغه اوسپنیزه کرښه نږدې ۲۳۰ کیلو متره اوږدوالی لري او ټولې څلور برخې لري چې دوه یې په ګاونډي هېواد ایران او دوه نورې یې په افغانستان کې موقیعیت لري او یاده لار د ریلي وریښمو لارې په نوم هم یادېږي.

باید وویل شي چې د روان ۱۴۰۳ ه.ش کال په پیل کې د خواف-هرات د څلورمې قطعې ددویمې برخې د رغنیزو چارو قرارداد د ۵۳ میلیونه امریکایې ډالرو په ارزښت د ګاما نړۍوال ساختماني شرکت سره لاسلیک شوی و.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب