د ايران د بشري حقونو سازمان په يوه راپور کې ويلي، ايران د روان زيږديز کال په تېرو اوو مياشتو کې د پنځلس ښځو په ګډون نږدې ۳۰۰ تنه اعدام کړي دي.
په دغه راپور کې راغلي، له دغې جملې يې ۲۰ تنه افغانان، ۴۲ بلوڅان او ۲۰ تنه يې کوردان دي.
د راپور له مخې، له يادو ۳۰۰ د اعدام له قضيو يې ۱۷۲ يې د نشته يي توکو اړوند دي.
دغه سازمان په ایران کې د اعدام قضيو په ډېرېدو سره له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د ايران په زندانونو کې دې وضعیت او د اعدام د پېښو څرنګوالي و ارزوي.
د ياد سازمان مشر محمود اميري موغدام وايي، په هېواد کې د بنديانو او د اعدام د قضيو په تړاو نوې څپې انديښمن کړي يو او يوازيني حل لاره د نړۍوالې ټولنې فشار او مدني اعتراضونه دي.
دغه سازمان ويلي، له يادو ۳۰۰ اعدامونو يې يوازې ۲۸ د ايران حکومت تاييد کړي او پاتې ۹۱ سلنه نور بیا د ايران د بشري حقونو نړۍوال سازمان د بشر حقونو نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو له دوو خپلوانو ادارو په حواله تاييد کړي دي.
د دغه راپور د معلوماتو له مخې، په دغه اعدامونو کې ۱۷۲ د نشه يي توکو د قاچاق په تور، ۱۱ تنه د قتل په تور ۱۵ تنه د امنيتي ستونزو په تور آر ځيني نور هم د بیلابیلو جرمونو په تور اعدام شوي دي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې ايران کې د افغان کډوالو وضعیت دغه هېواد کې خورا ترينګلی شوی دی او د پوليسو سربېره د ايران عام وګړي هم به افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي.




