کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د روغتيا نړيوال سازمان: په ټوله نړۍ کې له ۱۶۶ ميليونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتيا لري

د روغتيا نړيوال سازمان رییس تدروس ادهانوم ګبريسوس د روان ميلادي کال لپاره د مرستو د راټولولو په غونډه کې ويلي، سږ کال به له دغې مجموعې يوازې ۸۷ ميليون نفرو ته بشري مرستو ته امکانات برابر کړي. د ده په خبره د مرستو رسولو دغه چاره د نړيوالو بنسټونو له همکارۍ پرته ناشونې ده.وايي اړمنو ته د مرستې لپاره ۱.۵ ميليارده ډالرو ته…

2024-01-15 22:19 84۱ دقیقې لوستل
د روغتيا نړيوال سازمان: په ټوله نړۍ کې له ۱۶۶ ميليونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتيا لري

د روغتيا نړيوال سازمان رییس تدروس ادهانوم ګبريسوس د روان ميلادي کال لپاره د مرستو د راټولولو په غونډه کې ويلي، سږ کال به له دغې مجموعې يوازې ۸۷ ميليون نفرو ته بشري مرستو ته امکانات برابر کړي.

د ده په خبره د مرستو رسولو دغه چاره د نړيوالو بنسټونو له همکارۍ پرته ناشونې ده.
وايي اړمنو ته د مرستې لپاره ۱.۵ ميليارده ډالرو ته اړتيا ده.

ورته وخت کې د خوړو نړيول سازمان ويلي، په افغانستان کې د اړمنو ته د مرستو رسولو لپاره ۶۷۰ ميليونه ډالرو ته اړتيا ده.
وايي، له ۱۵ ميليونو ډېر افغانان مرستو ته اړ دي.

د خوړو نړيوال سازمان په افغانستان کې د سخت وضعيت خبرداری وکوي.
د دغه سازمان په خبره په ياد هېواد کې له دريو تنو يې يو د بل وخت د خوړو پیدا کولو لار نلري.

تر دې وړاندې هم د خوړو نړيوال سازمان افغانستان ته د مرستو رسولو په برخه کې د بوديجې د کمښت خبره کړې وه.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب