د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، د دغه معاونيت سرپرست، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د هرات والي او نورو ګڼو چارواکو نن په هرات کې له غرمې وروسته د پاشدان بند د پاتې چارو د بیا پيل پرانسته وکړه.
اقتصادي مرستيال د ياد بند د پرانستې پر مهال ويلي، هېواد د تېرو ناخوالو او جګړو له امله ګڼ سياسي، اقتصادي او اقليمي زيانونه ليدلي دي.
نوموړي همداراز ويلي، حکومت د اقتصادي، ټولنيزې او نورو برخو ترڅنګ د طبیعي سرچینو د مديريت کلک هوډ لري او په خبره يې په دغه برخه کې کورنيو او بهرنيو پانګوالو ته د پانګونې ښه زمینه برابره کړې ده.
ده همداراز ويلي، د هغو بندونو ارزونه يې کړې چې چارې يې نيمګړې پاتې دي او د بشپړولو لپاره يې هم پلان لري.
اقتصادي مرستيال د پاشدان بند پروژه د هرات لپاره حياتي بللې او ډاډ يې ورکړی چې په پوره ژمنتيا به يې چارې مخ ته ځي.
د دغه بند په جوړېدو سره به زرګونو تنو ته د کار کولو زمينه هم برابره شي.
ياد بند د شاوخوا ۵۴ ميليونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري چې ۱۳ زره هکټاره ځمکه به خړوبه او دوه میګا واټه برېښنا به هم توليد کړي




