د ریاست الوزراء اقتصادي معاونيت أه یوې خبرپاڼه کې ليکلي، چې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا شپږ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۵ بېلابېلې پروژې منظورې شوې.
خبرپاڼه زیاتوي د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن یکشنبه «د سپتمبر ۲۴مه» مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو پروژو په اړه بحث وشو.
خبرپاڼه کې راغلي، د ملي تدارکاتو کمېسیون یادې غونډې ته ۲۸ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې وې چې له جملې یې د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور، د یوې لغوه او د دوو هغو د قراردادونو د بیا ارزونې سپارښتنه وشوه.
د معلوماتو له مخې، منظور شوې پروژې د ریاست الوزراء د ساتنې لوی ریاست، د ملي دفاع، لوړو زده کړو، ټولګټو او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارتونو، افغان ملي بانک او کابل ښاروالۍ اړوند دي، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا شپږ میلیاردو افغانیو ته رسېږي.
د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونيت خبرپاڼه زیاتوي، چې د غونډې په پای کې د منظور شوو پروژو له جملې یې د ځینو پروژو اړوندو سکټوري وزارتونو او ادارو ته لازمې سپارښتنې وشوې څو په راتلونکي کې په ټاکلي وخت خپلې پروژې د بحث او منظورۍ لپاره ملي تدارکاتو کمېسیون ته ولېږي.




