د ریاست الوزراء سیاسي دفتر ویاند ویلی، د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوی عبدالکبیر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په رسمي بلنه ایران هېواد ته سفر وکړ.
د ریاست ولوزرا سیاسي په دې درې ورځني سفر کې به د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ایران اسلامي جمهوريت د نوي ټاکل شوي ولسمشر ښاغلي مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ د هغه هېواد له یو شمېر نورو مقاماتو سره دوه اړخیزې رسمي ناستې ولري.
سرچینه وایي، دې رسمي سفرکې د سرپرست حکومت او ایران اسلامي جمهوریت تر منځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د لاپیاوړتیا او په هغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو په حل او د همکاریو په پراختیا خبرې وشي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته په سفر روان شو
د ریاست الوزراء سیاسي دفتر ویاند ویلی، د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوی عبدالکبیر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په رسمي بلنه ایران هېواد ته سفر وکړ. د ریاست ولوزرا سیاسي په دې درې ورځني سفر کې به د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ایران اسلامي جمهوريت د نوي ټاکل شوي ولسمشر ښاغلي مسعود پزشکیان…

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.



