کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته رسېدلی

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دغه رياست سرپرست ملا عبدالغني برادر د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان هېواد ته تللی دی.   په خبرپاڼه کې راغلي د یاد سفر په ترڅ کې چې مشري یې ملا عبدالغني برادر کوله نن ماذیګر د ازبکستان هېواد د لومړي وزیر له مرستیال جمشېد خواجه یوف سره کتل شوي دي. &nbs…

2025-02-22 02:34 79۱ دقیقې لوستل
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته رسېدلی

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دغه رياست سرپرست ملا عبدالغني برادر د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان هېواد ته تللی دی.

 

په خبرپاڼه کې راغلي د یاد سفر په ترڅ کې چې مشري یې ملا عبدالغني برادر کوله نن ماذیګر د ازبکستان هېواد د لومړي وزیر له مرستیال جمشېد خواجه یوف سره کتل شوي دي.

 

په دغه لیدنه کې د سوداګریزو او ترانزیټې اړیکو او همداراز په افغانستان کې د ازبکستاني پانګوالو پر پانګونه خبرې اترې شوې دي.

 

خبرپاڼه کې راغلي د ازبکستان هېواد د لومړي وزیر مرستیال پخپلو خبرو کې ویلي چې تاشکند چمتو دی ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله یو ګډ سوداګریز زون رامنځته کړي.

 

خواجه یوف همداراز ویلي چې ازبکستاني پانګوال چمتو دي چې د نفتو او ګازو د کشف او استخراج په برخه کې له سرپرست حکومت سره همکارې وکړي.

 

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيال د جمشېد خواجه یوف له طرحو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې سرپرست حکومت به په یادو برخو کې ورسره همکارې وکړي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب