کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د زمبابوې پر وړاندې دوه ټسټ سياليو ته د افغان لوبډلې نوملړ اعلان شو

افغانستان کرکټ بورډ نن پر خپله فيسبوک پاڼه نن د زمبابوې پر وړاندې د دوه ټسټ سياليو نوملړ اعلان کړ.   د دغه دوه ټسټ لوبو لړۍ به د راتلونکې زيږديز کال د جنوري په دويمه نېټه د زمبابوې په کوربه توب ترسره شي.   په دغه نوملړ کې لوبډلمشر حشمت الله شاهدي، مرستيال لوبډلمشر رحمت شاه، صديق اتل، رياض حسن، عبدالمالک، بهیر…

2024-12-15 18:59 296۱ دقیقې لوستل
د زمبابوې پر وړاندې دوه ټسټ سياليو ته د افغان لوبډلې نوملړ اعلان شو

افغانستان کرکټ بورډ نن پر خپله فيسبوک پاڼه نن د زمبابوې پر وړاندې د دوه ټسټ سياليو نوملړ اعلان کړ.

 

د دغه دوه ټسټ لوبو لړۍ به د راتلونکې زيږديز کال د جنوري په دويمه نېټه د زمبابوې په کوربه توب ترسره شي.

 

په دغه نوملړ کې لوبډلمشر حشمت الله شاهدي، مرستيال لوبډلمشر رحمت شاه، صديق اتل، رياض حسن، عبدالمالک، بهیر شاه، افسر ځاځی، اکرام علي خېل، عصمت عالم، عظمت الله عمرزی، ضیا الرحمن اکبر، ظاهر خان، ظاهر شېرزاد، راشد خان، یمین احمدزی، بشیر احمد، نويد ځدران، فريد ملک او په ريزريف لوبغاړو کې بیا ضیا الرحمن شريفي، ناصر جمال او ابراهیم عبدالرحيمزی شامل دي.

 

په پورته نوملړ کې له سږ کال احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس لوبي کې له لوبېدونکو غوره لوبغاړو څخه هم ځيني لوبغاړي د ټسټ سياليو برخه ګرځيدلي دی.

 

بايد‌ ياده شي چې له ټسټ سياليو وړانډې‌ به افغان لوبډله د درې يو ورځنيو لوبو لړۍ هم ترسره کړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب