کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د سريلانکا الف لوبډلې يو ځل بيا افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه

دغه لوبه نن د سریلانکا په کوربه‌توب همبنټوټا لوبغالي کې ترسره شوه چې افغانستان په ۲۷.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته ۱۲۲ منډې هدف ورکړ. سريلنکا د DLS ميتود له مخې، په ۱۵.۲ اورونو کې د ۱۰۴ منډو په جوړولو افغان لوبډله له ماتې سره مخ کړه.د سريلنکا الرونډر لوبغاړی کاميل ميشارا د لوبې د غوره لوبغاړ…

2024-04-30 03:48 237۱ دقیقې لوستل
د سريلانکا الف لوبډلې يو ځل بيا افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه

دغه لوبه نن د سریلانکا په کوربه‌توب همبنټوټا لوبغالي کې ترسره شوه چې افغانستان په ۲۷.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته ۱۲۲ منډې هدف ورکړ.

سريلنکا د DLS ميتود له مخې، په ۱۵.۲ اورونو کې د ۱۰۴ منډو په جوړولو افغان لوبډله له ماتې سره مخ کړه.
د سريلنکا الرونډر لوبغاړی کاميل ميشارا د لوبې د غوره لوبغاړو جايزه ترلاسه کړه.

د افغانستان له لوري، په توپ‌اچونه کې سليم ساپي او قيس احمد يوه - يوه ویکټ ترلاسه کړه او په توپ‌وهنه کې هم قيس احمد له نورو ډېرې په ۴۹ توپونو ۴۶ منډې جوړې کړې.

افغانستان د دغې لوب‌لړۍ په لومړۍ لوبه کې هم له سريلنکا ماتې خوړلې وه.

ټاکل شوې د يادو لوبډلو ترمنځ درېيمه لوبه د مارچ په دويمه نېټه پر همدې لوبغالي ترسره شي‌.

لیکوال/اېډېټر: Sumira Sayedi
Sumira Sayedi
Sumira Sayedi

ثمیرا سيدي افغان خبریاله ده او په بېلابېلو مسایلو د افغان پرېس خبري اژانس لپاره خبرونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب