د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ويلي، د سرپرست حکومت مشرتابه له لوري هېواد کې د صنعتي سیمو قانون په يوولسو فصلونو او ۶۷ مادو کې توشیح شوی دی.
د افغانستان اقتصادي وده، د صنعتي سیمو تنظيم، د خصوصي پانګونې جذب، د صنعتي سیمو مديریت او څارنه د دغه قانون بنسټيزې موخې یادې شوي دي.
د سرچینې په خبره، دغه قانون به د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري په حکومتي او شخصي سيمو کې پلی کيږي.
په همدې حال کې بیا اقتصادي مرستيال «په افغانستان کې د پانګونې بلنه» په نوم يوه غونډه کې ويلي، حکومت د پانګونې لپاره مناسب شرایط رامنځته کړي او له پانګوالو يې غوښتي چې افغانستان کې دې پانګونه وکړي.




