د سرپرست حکومت وياند پر خپله اېکس پاڼه په يوه ليکلي بيان کې ويلي، د ملګرو ملتونو د ځينو غړو په ځانکړي ډول د ريچارډ بینټ راپور د دوحې د راتلونکې ناستې په درشل کې د اذهانو د خرابولو هڅه ده.
نوموړي ادعا کړې چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې ځيني غړي غواړي د افغانستان لوی پرمختګونه د محدودو موضوعاتو تر شعاع لاندې راولي.
ده ويلي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په اړه د ځينو هېوادونو ملاتړی دريځ ستايي او په خبره يې، «« دا يو حقيقت دی چې د افغانستان حکومت سره بايد رغنده تعامل وشي»»
د سرچينې په خبره، له افغانستان سره باید مثبت تعامل وشي، واقعیتونه درک شي او دغه راز بايد د دغه هېواد په اړه رغنده دريځ ونيول شي.
د سرپرست حکومت وياند دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې، د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د شورا ګزارشګر ريچارډ بینټ تېره ورځ د دغه سازمان په ۵۶ ناسته کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندي روان وضعيت د اندیښنې وړ وباله.
د يادونې ده چې د دوحې په راتلونکې ناسته کې به د افغان حکومت استازي هم ګډون ولري، خو د دغه استازو په هکله حکومت تراوسه معلومات ندي شريک کړي.




