کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د سوداګري وزارت مرستیال: له ټولو ګاونډيو سره د سوداګريزو اړيکو غوښتونکي یو

د‌ صنعت او سوداګرۍ وزارت په يوه خبر پاڼه کې‌ ويلي، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګريز پیوستون غونډه جوړه شوې.  د خبر پاڼې له مخې، په دغه غونډه کې د ياد وزارت مرستيال قدرت الله جمال، کابل کې د ازبکستان سفير او‌ د دواړو هېوادونو پانګوالو برخه اخيستې وه. د ياد وزارت مرستيال ويلي، له ازبکستان سره…

2024-03-03 04:01 87۱ دقیقې لوستل
د سوداګري وزارت مرستیال: له ټولو ګاونډيو سره د سوداګريزو اړيکو غوښتونکي یو

د‌ صنعت او سوداګرۍ وزارت په يوه خبر پاڼه کې‌ ويلي، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګريز پیوستون غونډه جوړه شوې.

 د خبر پاڼې له مخې، په دغه غونډه کې د ياد وزارت مرستيال قدرت الله جمال، کابل کې د ازبکستان سفير او‌ د دواړو هېوادونو پانګوالو برخه اخيستې وه.

د ياد وزارت مرستيال ويلي، له ازبکستان سره ښې اقتصادي اړيکې غواړي او د دغه هېواد سوداګر کولای شي د هېواد په پنځه زونونو کې د توکو د پروسس په برخه کې پانګونه وکړي.

نوموړي همداراز ويلي، سرپرست حکومت له ټولو ګاونډيو سره د سوداګريزو اړيکو غوښتونکی دی.

ورته مهال د ازبکستان سفير په افغانستان کې پانګونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا بللې او ويلي يي دي، چې‌‌ مونږ له افغانستان سره اقتصادي اړيکې پاللي.

ده همداراز دوه اړخيزه سوداګريزې اړيکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور ډېروالی ښودلی او دغه چاره يې د اقتصادي حالت د پياوړتيا لار بللې.

د يادونې ده چې سرپرست حکومت افغانستان د پانګونې لپاره مساعد‌ ګڼي او له پانګوالو غواړي چې‌ په دغه‌‌ هېواد کې‌ پانګونه وکړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب