د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ، د سرپرست حکومت یو پلاوی بسبا چين ته سفر کوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد، افغان پرېس ته وايي، چې ښاغلی عزیزي به د خپل سفر په لړ کې د بېلابېلو مسایلو په ځانګړې توګه د واخان لارې د پرانیستو په هکله خبرې اترې وکړي.
نوموړی زياتوي، چې د دې وزارت سرپرست به چينايي پانګهوال افغانستان ته پانګونې ته هم تشويق کړي.
هغه د دې سفر يوه اصلي موخه له چينايي چارواکو سره د واخان لارې د پرانېستو په اړه خبرې اترې ګڼي.
د اخندزاده په وينا، طمه ده، چې د چين سفر به ګټور وي او افغان پلاوی به ډکې منګولې هېواد ته راستون شي.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، که د واخان لويه لاره جوړه شي نو گټه به يې نه يواځې افغانان بلکې نورو گاونډيو هيوادونو ته هم ورسېږي او د وريښمو پخوانۍ سوداگريزه لاره به بېرته راژوندۍ شي.
افغانستان به وکړای شي د چین سره نېغ په نېغه سوداگري وکړي.
د دوی په وینا، افغانستان به نور اړ نه وي چې له چین څخه د پاکستان له لارې واردات وکړي او پاکستان ته ډېر گران ترانزیتي محصولات ورکړي؛ بلکه افغان سوداگر به په اسانه توگه چینائي توکي د واخان له لارې هیواد ته وارد کړي.
تېره مياشت افغان حکومت بدخشان ولايت کې د چین پولې ته د غځیدلي ۵۰ کيلوميټره سړک د جوړولو د پیل اعلان هم وکړ.
د ورېښمو لارې په نوم یاديدونکی دا سړک د تیر جمهوري حکومت په وخت پيل شوی وو. خو چارې يې د ځينو ستونزو له امله ځنډېدلې وي.
د د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت «د سپتمبر ۱۷مه»، په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د دې سړک په جوړولو څه باندې ۳۶۹ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.




