صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، په تېر يوه کال کې د هېواد د سوداګرۍ کچه تر ۹.۸ ميليارډه ډالرو رسيږي.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، له دغې جملې يې ۱.۸ ميليارده ډالر صادرات او ۸ ميليارده ډالر بیا واردات دي.
سرچینه زياتوي، په دغه موده کې د افغانستان د صادراتو کچه قزاقستان ته ۲.۵ سلنه، چين ته ۱۶ سلنه، ايران ته ۱۹ سلنه، ترکيې ته ۵۳ سلنه او روسيې ته ۵۴ سلنه ډېره شوې ده.
وړاندې ليکل شوي، په تېر يوه کال کې سل نوې کارخونې پرانستل شوي، نږدې ۱۰۰۰ توليدي او صنعتي شرکتونو ته جوازونه ورکړل شوي او له ۶۵۰ ډېرو شرکتونو ته تعرفې ورکړل شوي دي.
سرچينې دغه راز ويلي، په همدې موده کې يې د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د ملاتړ په موخه له بېلابېلو موسسو سره هوکړه ليکونه لاسليک کړي چې له لارې يې ۶ سوه ۴۶ زره او ۱۵ تنو ته په مستقيم او له څلور ميليونو ډېرو ته په غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه رامنځته شوي دي.




