د صنعت او سوداګرۍ وزارت یوې اعلامیې کې ویلي، د کازان د غونډې په څنډه کې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د تاتارستان له ولسمشر روستم مینیخانوف سره لیدلي.
اعلامیه کې راغلي چې نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي د تاتارستان د ولسمشر سربېره د دغه هېواد د سوداګرۍ له وزیر او د روسیې د اقتصادي پراختیا له مرستیال سره هم لیدلي دي.
د اعلامیې له مخې په دغه لیدنه کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزو سوداګریزو مسایلو، کابل ته د تاتارستان د ولسمشر پر سفر، د برېښنا د تولید، کانونو په برخه کې د پانګونې، په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ خونې پر جوړېدو او په دې برخه کې د عملي ګامونو په اړه خبرې کړې دي.
په دې ناسته کې افغانستان او جنوبي اسیا ته د روسیې د توکو د لېږدولو په اړه هم خبرې شوې دي.
د اسلامي امارت دغه پلاوی د روسيې او اسلامي نړۍ پنځلسم نړۍوال اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره تاتارستان هېواد ته تللی دی.
ټاکل شوې چې د روسيې او اسلامي نړۍ پنځلسم نړۍوال اقتصادي فورم به د روانې میاشتې تر ۱۹مې نېټې پورې دوام وکړي.
خبرياله: خاطره اکبري




