مونږ بلاخره را ورسېدو؛ له ډېرو ستړو مزلونو نه وروسته زموږ قافله ستا تر یاغي غاړې د لاس تاوولو لپاره را ورسېده.
له تورو تاریکو د راوتلې ډلګۍ سلام او مینه ومنه.
تاته د را رسېدو لپاره مو نه شپه وکتله، نه ورځ؛ نه مو خوب په ډاډه زړه وکړ او نه خوراک.
له ټپي ټپي وطنه مو د یو روښانه سباوون پیغام راوړ، د هغې رڼا څرک سره راغلو، چې نړۍ زموږ له ګوتو اخیستې.
زموږ بلې کړې ډېوې که د حالاتو توپان مړې کړې؛ خو مونږ بیا بلې کړې او که د وخت جبر پرېښودو نو نړۍ به پرې څراغان کړو.
په یو عالم وېره او اظطراب کې مونږ د ژوند سندره وغږوله او اوس یې په دومره شدت ازانګې وکړې، چې د تېرو څو لسیزو جګړو له کبله یې زمونږ کاڼه شوي غرونه هم وخوځول.
مونږ راپورته شو؛ داسې راپورته، چې ټول خلک راته د حیرت ګوته په غاښ دي.
زموږ ستړې ساندې نورې ختمې شوې او له مونږ اخیستل شوی شور بیا راوګرځېد.
تاته د در رسېدو لپاره مو د بریا چیغې د اوښکو وچې شوې چینې بیا راژوندۍ کړې؛ خو دا اوښکې د وطن د سر لوړۍ له خوښۍ سره ملې اوښکې دي، چې په ټوله وطنۍ مینه ولړل شي او بیا د ګرېوان ځمکې ته په همدومره ویاړ ورځي، لکه پر وطن د یو سرښندونکي وینه، چې د یوې ویاړمنې مور پر ټټر ور توېږي.
مونږ راغلو!
د وطن له هغه توغ سره، چې لاهم نوم ورکی دی، له هغو هیلو سره چې ور رسېدل ورته یو خیال دی؛ خو مونږ یې د پوره کولو لپاره د مبارزې لمن نه ده پرېښې.
له هغه نوم سره، چې پردیو یوازې د وژونکو په توګه پېژندلی او له هغه هوډ سره چې فولادي غرونه نړوي.
واوره!
که لږ وخت راکړل شو، لرې نه ده، چې تر تا به له مونږ پرته د هیچا لاس ونه رسیږي.
مونږ ومنه؛ ستا هغه حقدار یوو، چې لسګونه کاله د جګړو لوبو رانه اخیستی یې.




